کندز ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۳۶ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

naweed_admin
Mon, Mar 30 2026 2:17 PM
Kundoz

کندز ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې په ۳۶ مې دورې کې د کمپیوټر اړوند زدکړو د حاصلولو په موخه له (۴۰) تنه زدکوونکو څخه آزموینه واخیستل شوه چې له آزموینې وروسته به بریالي کسان یادې دورې ته جذب شي.

د یادونې وړده چې د ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د کمپیوټر ښوونیزو مرکزونو کې ګډونوالو ته د شپږ میاشتو په موده کې د مایکرو سافټ آفیس او انټرنټ برخو کې د مجربو استادانو له لوري په نظري اوعملي بڼه زده کړه ورکول کېږي، چې له فراغت وروسته کولای شي په دې برخه کې خپلې ستونزې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې حل کړي.