ننګرهار ولایت کې د اتصالاتو او اتوما مخابراتي شبکتونو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Thu, Jan 08 2026 1:58 PM
ولایت ننگرهار افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس ننګرهار ولایت کې د اتصالاتو او اتوما مخابراتي شبکو استازولیو څخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د کړنلارې د تطبیق په موخه یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري ارزونه ترسره شوه .

د ارزونې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر دې مهاله په یاد ولایت کې د یادو مخابراتي شبکو د پیرودونکو استازولیو فعالیتونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د کړنلارې سره مطابقت لري.

همداراز ، د اتصالاتو شرکت د یو شمیر پیرودونکو شکایتونه د اړوندو مسئولینو سره شریک شول او د مشتريانو ستونزو ته په وخت رسیدګۍ په اړه ټينګار او لازمې سپارښتنې وشوې.

دیادونی وړده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ څخه څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.