د پکتيکا ولايت د رسېلر او انټرنېټ خدمت وړاندې کوونکو (ISP) شرکتونو څخه هر اړخيزه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Wed, Jan 07 2026 1:27 PM
ولایت پکتیکا

د هېواد د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د ښه تنظيم، د ناسمو او غيراخلاقي ويب ‌سايټونو د مخنيوي، او د قوانينو د تطبيق په موخه، دپکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رېاست له لوري د رسېلر او انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکو (ISP) شرکتونو څخه د ويب ‌سايټونو د فلټرېشن د وضعيت  د ارزونې په موخه هر اړخيزه څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې او یو شمېر ولایتي مسؤلینو له لوري ترسره شوه او هغو شرکتونو ته چې د وبسایټونو د فلټریشن په برخه کې یې ستونزې درلودې د معیاري فلټریشن سیسټم د فعالولو هدایات او لارښوونې وشوې.