د لوګر ولایت جوزار سیمه کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې تر سره شوه

naweed_admin
Thu, Dec 11 2025 1:11 PM
ولایت لوگر

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي اسانتیاو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې د پریکړې له مخې د لوګر ولایت د مخابراتو ریاست او ګډ مسلکي ټیم له لوري د جوزار سیمه کې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مالي لګښت د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې د یوه سایټ د جوړولو سروې تر سره شوه .

د یاد مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې جوړیدو سره به یې د یادې سیمې د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنټي ستونزې هوارې شي.