د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
Wed, Nov 26 2025 3:49 PM
ولایت کندز افغانستان

د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ دفتاني بازار کې د روشن مخابراتي یو سایټ د انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو د وړاندې کولو په موخه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې له مخې به یې د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي وکولای شي د یاد شرکت مخابراتي آسانتیاو ته لاسرسی ولري او همداراز روشن مخابراتي شرکت د علي آباد ولسوالۍ یکه بادم سیمه کې د خپل یوه مخابراتي سایټ ظرفیت له ۳جی  څخه ۴جی ته هم لوړ کړ.

د یادونې وړ ده د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ کې د اټوما مخابراتي شرکت هم د خپلو خدماتو ظرفیت له ۳جی  څخه ۴جی ته لوړ چې له دې سره به په یادو سیمو کې غوره انټرنټي او مکالماتي خدمتونو ته لاسرسی ډېر شي.