میدان وردکو ولایت مرکز میدان ښار کې د اټوما مخابراتي شبکې د پیرېدونکو د خدمتونو د خرڅلاو یو مرکز پرانیستل شو

naweed_admin
Wed, Nov 26 2025 2:17 PM
ریاست مخابرات میدان وردک

د میدان وردکو ولایت د مخابراتي ستونزو د حل په موخه په مرکز میدان ښار کې د اټوما مخابراتي شبکې د خرڅلاو یو مرکز پرانیسته وشوه چې له مخې به یې یاد ولایت کې د اټوما مخابراتي شبکې مشترکینو هغه ستونزې چې پخوا موجودې وې ورسره حل او خپلو مشتریانو ته به پر وخت چوپړ وړاندې کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا اداره تل هڅه کوي چې د هېواد په ټولو برخو کې د مخابراتي شبکو د پوښښ تر څنګ د دوی استازولۍ هم باید موجودې او فعاله وي څو د ۵ مخابراتي شبکو مشترکین وکولای شي په آسانه او لنډ وخت کې خپلې ستونزې حل کړي.