د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۲۶ مسلکي بستونو آزموینه واخیسته

naweed_admin
Sat, Nov 15 2025 12:06 PM
اخذ امتحان

د افغانستان اسلامي امارت د پالیسیو د پلي کولو، کار اهل کارته د سپارلو او مسلکي کسانو د جذب په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اعلان شویو ۲۶ مسلکي بستونو لپاره د آزادی سیالۍ له لارې کمپیوټري آزموینې پروسه د یاد وزارت د استخدام کمیټې له لوري تر سره شوه چې د لوړو نمرو درلودونکي به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ګڼو برخو کې په دندو وګمارل شي.

د یادونې وړ ده چې یاده آزموینه د وزارت د مشرتابه د هدایت په اساس په پوره شفاف ډول واخیستل شوه چې د آزموینې د ګډون کوونکو نتیجه له آزموینې وروسته هممهاله ګډونکوونکو ته ښودل کېدله.

پر افغانستان د اسلامي امارت له حاکمیت راپدیخوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کړې څو دیاد وزارت مسلکي برخې تقویه او د هېواد علمي کادرونو ته د کار او خدمت کولو فرصت برابر کړي.

په دغې آزموینه کې ۸۵ کسانو ګډون کړی و چې له مخې به یې د لوړو نمرو ۲۶ کسان د وزارت تخنیکي او مسلکي برخو ته جذب شي.