بلخ ولایت کهنه کلدار ولسوالی کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

naweed_admin
Wed, Nov 12 2025 2:35 PM
بلخ

د بلخ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) ګډ تخنیکي ټیم له لوري، د یاد ولایت کهنه کلدار ولسوالی کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه مخابراتي سایټ د جوړېدو د بهیر څخه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټي ډي اف لسمې پروژې له لارې جوړیږي څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د یاد سایټ رغنیزې چارې د معیار سره سم تر سره کیږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي انټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.