د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې رسماً د وزارت کارکونکو ته وروه پیژندل شو
د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبةالله آخندزاده حفظ الله تعالی د حکم پر اساس ښاغلی حافظ محمد امین جان عمري چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه ټاکل شوی د یوې غونډې په ترڅ کې د مخابراتو وزارت کارکوونکو ته ور وه پیژندل شو او رسماً یې دنده پیل کړه.
یاده غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، دچارو ادارې لوی ریاست د نظارت او پالیسۍ مرستیال ښاغلي مولوي سیف الدین تائب، د کور او ښارجوړولو وزارت د مسکن او ساختمانی چارو مرستیال محترم الحاج ملا ګل زرین صابر او یو شمیر نورو چارواکو ګډون درلود.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني ښاغلي حافظ محمد امین عمري ته د نوې دندې د مبارکۍ ترڅنګ یادونه وکړه چې دنده یو ستر مسؤلیت دی او د ملت له امانتونو څخه شمیرل کیږي، ښاغلی وزیر صاحب زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د خپل مسلکیتوب له مخې خورا تخنیکي او مهمو ارګانونو څخه دی چې هېواد کې د مخابراتو او ټکنالوجۍ د سکټور رهبري او مدیریت په غاړه لري چې د همدې هدف د تعقیب لپاره به په ګډه کار کوو او په اساس به یې خپل ولس ته آسانتیاوې رامنځته کوو د نوموړي په وینا اوس مهال د ټکنالوجۍ او پرمختګ دور دی او مونږ هم هڅه کوو چې په دې مسیر کې چټک ګامونه واخلو او د خپلو تخنیکي کادرونو په توسط هېوادوالو ته غوره چوپړ وړاندې کړای شو.

ښاغلي وزیر صاحب د حافظ محمد امین عمري تقرر د وزارت لپاره یوه مهمه ټاکنه یاده او ډاډ یې څرګند کړ چې د وزارت ټولې برخې به له نوموړي سره د چارو په مخ بیولو کې رغنده مرسته کوي او په ګډه به سره خپل هدف تفقیبوو، همدا راز ډاډ یې ورکړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري به د یاد معینیت په اغیزمنه توګه د چارو په ترسره کولو کې له دوی سره همکار وي.
په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست د نظارت او پالیسۍ مرستیال ښاغلي مولوی سیف الدین تائب د محترم حافظ محمد امین جان عمری د ټاکلو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله آخند زاده حفظ الله تعالی حکم د غونډې ګډونوالو ته قرائت کړ.

د غونډې پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوي ټاکل شوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي حافظ محمد امین جان عمري په خپله وینا کې وویل، زه د خپل ملت خدمتګاریم او هڅه کوم چې د وزارت د نورو برخو او مقام سره په همغږۍ خپلې چارې مخې ته یوسم او په موثر ډول خدمت ترسره کړم د نوموړي په وینا مونږ د ملت خادمان یو او هدف او مراد مو خپل مظلوم ولس ته د آسانتیاو برابرول او خدمت کول دي.

