د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د یوه انټرنیټي سایټ د جوړېدو سروې ترسره شوه

naweed_admin
Sat, Oct 04 2025 2:59 PM
ولایت پکتیکا

د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د افغان تیلی کام مخابراتي شرکت د یوه  انټرنیټي سایټ د جوړولو سروې د یاد ولایت د مخابراتو ریاست، اترا ادارې او د شرکت استازو له لوري ترسره شوه.

یاد انټرنیټي سایټ برمل ولسوالۍ کې د غوره مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو او همداراز د پوښښ ساحې د پراختیا په موخه جوړېږي چې چې د یادې سیمې ډېر شمېر وګړي به یې له چوپړتیاو څخه برخمن شي.