د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې پوهنځي محصلینو ته د انټرنشیپ یا عملي زده کړو برنامه پیل کړه

naweed_admin
Thu, Sep 25 2025 1:42 PM
ولایت ننگرهار

یاده برنامه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ولایتي ریاست له لوري د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې پوهنځي محصلینو ته د کمپیوټر د زده کړې او همدا راز د مخابراتي او انټرني برخو کې د بلدتیا په موخه جوړه شوې.

دغې برنامه کې د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رئیس ښاغلي مولوي ذبیح الله ذکي محصلینو ته په خطاب یادونه وکړه چې د مخابراتو ولایتي ریاست د دوی د زده کړو لپاره زمینه مساعده کړې او دوی هم مکلف دي چې له ټولو فرصتونو څخه د زده کړو په برخه کې ښه ګټه پورته کړي.

ورته مهال د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې محصلینو خوښي څرګنده کړه چې د عملي زده کړو فرصت ورته برابر شوی او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست اړوندو برخو کې به خپل ظرفیتونه لوړ کړي.