د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر له ښوونیز مرکزه ۴۳ تنو زده کوونکو ته د فراغت سندونه وویشل شول

naweed_admin
Tue, Sep 23 2025 2:28 PM
ولایت خوست

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ښوونیز مرکز له ۴۲مې دورې څخه ۴۳ تنو بریالیو زده کوونکو ته د شپږمیاشتنیو زده کړو له بشپړېدو وروسته سندونه وویشل شول.

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې چې د خوست ولایت د مرستیال والي ښاغلي مولوي محبوب شاه قانت په ګډون یو شمېر چارواکو هم پکې ګډون درلود، دوی اوسني عصر کې  د ټکنالوجۍ پر اهمیت خبرې وکړې او له زده کوونکو یې په دې برخه کې د لا ډېرو هڅو او زده کړو غوښتنه وکړه، همدا راز یادو ګډونوالو د خوست ولایت د مخابراتو ریاست له هلو ځلو مننه وکړه چې د یاد ولایت محصلینو، دولتي کارکوونکو او د سیمې خلکو لپاره  یې د ټکنالوجۍ په برخه کې د زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي.