خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Mon, Sep 15 2025 4:10 PM
ولایت خوست

د هېواد لرو پرتو سیمو او له مخابراتي خدمتونو بې برخو ساحو ته د مخابراتي چوپړ د رسولو په موخه د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ زمبر سیمه کې د اټرا ادارې د ټي ډي ایف لسمې پروژې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه او همدا راز اړوند شرکت ته قرارداد سره سم د چارو د پرمخ بیولو سپارښتنه وشوه.

د صبریو ولسوالۍ زمبر سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت د سایټ په جوړېدو سره به د یادې ساحې ډیری محرومې سیمې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي.