د غور ولایت تیورې ولسوالۍ کې د پینځه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

naweed_admin
Thu, Sep 11 2025 9:41 AM
ولایت غور

د غور ولایت تیورې ولسوالۍ کوه برهان، کوتل پنج خوله، سرمزور، بند سیبک، کوتل اونه او سردې سیمو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پینځه مخابراتي سایټونو د نصب په موخه سروې ترسره شوه چې په لنډه موده کې به یې رغنیزې چارې هم پیل شي.

د یادو مخابراتي سایټونو له فعالیت سره به د تیورې ولسوالۍ ډیری سیمې له مکالماتي او انټرنټي خدمتونو برخمنې شي

د یادونې وړ ده د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ اوسېدونکو له ولایتي ریاست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه خوښي څرګنده کړه چې د تیورې ولسوالۍ سربیره د یاد ولایت ډیری برخې له مخابراتي چوپړ څخه برخمنې شوي دي.