دایکنډي ولایت کې د مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Sat, Aug 16 2025 3:55 PM
ولایت دایکندی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د هغو سیمکارتونو چې د مخابراتي شبکو له لوري د دایکنډي ولایت استازولیو ته لېږل شوي، د خرڅلاو له بهیر څخه د کنټرول په موخه د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له خوا څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر اوسمهاله دایکنډي ولایت د پیرودونکواستازولیو لپاره د مخابراتي شکبو له لوري استول شوي سیمکارټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د کړنلارې سره سم پلورل کیږي.

دیادونی وړده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ څخه څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.