بلخ ولایت کشنده ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې

naweed_admin
Wed, Aug 13 2025 11:16 AM

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې او د بلخ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو د مخابراتي خدماتو د پراختیا په موخه، د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ  په چکانه کلي کې د یوه نوي مخابراتي سایټ چې د ټي ډي اف لسمې پروژې  په مرسته جوړیږي  عملي چارې پیل شوې.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ګډ مسلکی ټیم او د سلام مخابراتي شبکې انجنیرانو له لوري اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د یادونې وړ ده چې د یاد مخابراتي سایټ په فعالیدو سره به د بغلان ولایت د کشنده ولسوالۍ اوسیدونکي لوړ کیفیت لرونکي مخابراتي او اینټرنټ خدماتو ته لاسرسی ومومي او په دې برخه کې به یې ستونزې حل شي.