د پکتیکا ولایت په نکه او زیړوک ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې دوه سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د پکتیکا ولایت نکه او زیړوک ولسوالیو کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د سلام مخابراتي شبکې دوه سایټونه د ټي ډي اف د لسمې پروژې په مرسته یادو ولسوالیو کې جوړ او د مخابراتي چوپړ د وړاندې کؤلو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .
د یادو مخابراتي سایټونو په فعالېدو سره به د پکتیکا ولایت د نکه او زیړوک ولسوالیو اوسیدونکي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي او کولای شي له انټرنټي او مکالماتي چوپړ ګټه پورته کړي.
د یادولو وړ ده پکتیکا ولایت د نکه او زیړوک ولسوالیو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او هغه سیمې چې له ډېره وخته د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وې اوس مهال ورته غوره مخابراتي چوپړ وړاندې کېږي.