غور ولايت په مرکز فیروزکوه ښار او شهرک ولسوالۍ کې د دوه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

naweed_admin
Sun, Aug 10 2025 11:50 AM
ولایت غور افغانستان

د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د غور ولايت مرکز فیروز کوه ښار شهیدانو تپې او د شهرک ولسوالۍ په جلګه مزار سیمه کې د اټوما مخابراتي شرکت دوه سایټونه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت محترم مقام د له لوري منظور شوي و د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري یې سروې ترسره شوه او د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.

د یادونې وړ ده د یاد مخابراتي سایټونو په جوړیدو سره به د غور ولایت دیادو سیمو اوسېدونکو مکالماتي او انټرنټي ستونزې حل شي.