دایکنډي ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ د جوړېدو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Sat, Aug 09 2025 3:20 PM
ولایت دایکندی افغانستان

دایکنډي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ د جوړیدو له بهیر څخه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د ټي ډي اف د بودېجې په مرسته جوړېږي څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

دیادولو وړده چې د دغه مخابراتی سایټ په فعالیدو سره به د یاد ولایت د شهرستان ولسوالۍ اوسیدونکو مخابراتي ستونزې حل شي.