د انجنیر جاوید حسین فضایلي لنډ ژوند لیک
پوهنیار انجینر جاوید حسین فضایلي په ۱۹۸۷ زیږدیز کال کې د میدان وردګ ولایت په یوه فرهنګي او روڼ آنده کورنۍ کې زیږیدلی دی.
هغه خپلې لومړنۍ او د لیسې زده کړې د تهران په یوه غوره ښوونځي کې چې د تکړه او هوښیار زده کونکو لپاره ځانګړې شوې بشپړې کړي دي. نوموړي د خپلې زده کړې د دوام لپاره په ۲۰۰۴ کال کې هیواد ته راستون شو.
هغه د کابل پوهنتون څخه په اوسط ډول د ۹۲٪ نمرو په اخیستلو سره د فارغیدو وروسته په ۲۰۰۸ کال کې د کابل پولی تخنیک پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي کې د مرستیال استاد په توګه کار پیل کړ.
بیا د ICCR بورسیې د ترلاسه کولو له لارې هغه د هندوستان په یو له غوره پوهنتونونو (NITK) پوهنتون ته داخل شو او د MCA په برخه کې یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په ۲۰۱۱ کې فراغت ترلاسه کړ. د یادونې وړ ده چې نوموړی د سافټویر انجینرۍ او اقتصاد کې تخصص لري.
په ۲۰۱۱ کال کې د لوړو زده کړو په وزارت کې د نړیوال بانک پروژې (SHEP) د ډیټابیس پراختیا ورکونکي په توګه کار پیل کړ او وروسته یې د با استعداده ځوانانو روزنې په هدف، هغه په یوه خصوصي پوهنتون کې تدریس پیل کړاو په ورته وخت کې د دې پوهنځي د سافټویر انجینرۍ څانګې مسؤل هم و.
هغه د دریو کلونو لپاره د کمپیوټر ساینس پوهنځي د رییس په توګه هم دنده ترسره کړې.
د ۲۰۲۰ کال په پای کې، هغه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې د ډیجیټلي خدمتونو پرګرام د مدیر په توګه دنده ترلاسه کړه او یو څه موده وروسته، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون کې د وړتیا پربنسټ ازموینو له لارې په دې وزارت کې د مالي او ادارې لوی رییس په توګه وټاکل شو او تر اوسمهاله په دې پست کې کار کوي.