د افغان ټلیکام شرکت رهبري هیئت غونډه وکړه

naweed_admin
Tue, Jul 14 2020 11:05 AM
MCIT New

دا غونډه پرون دوشنبه ماسپیښین د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۳ مه د معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او ساینس سرپرست وزیر محترم محمدفهیم هاشمي تر مشرۍ لاندې د افغان ټلیکام شرکت د مسوُلینو سره ترسره شوه.

په سر کې د افغان ټلیکام شرکت د مسوُلینو لخوا خپل کاري ګزارش وړاندې شو. بیا د معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او ساینس سرپرست وزیر محترم محمد فهیم هاشمي لخوا د ناستې ګډونوالو ته د افغان ټلیکام د غوره، چټکو او با کیفیته خدمتونو وړاندې کولو سپارښتنې وشوې.

ښاغلي محمدفهیم هاشمي د یاد شرکت مسوُلینو ته زیاته کړه چې په نوموړي شرکت کې هیڅ ډول لاس وهنه راته د منلو وړ نه ده.

همدا راز په دغه غونډه کې د غیر فعالو سایټونو په فعالولو باندې ټینګار وشو.