دایکنډي ولایت یو شمیر ولسوالیو کې د دریو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

دایکنډي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت په خدیر، میرامور او اشترلۍ ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې د دریو سایټونو چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې په مرسته جوړیږي د رغنیزو چاور له بهیر څخه څارنه ترسره شوه.
د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یادو مخابراتي سایټونو د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي آنټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.