د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

naweed_admin
Wed, Apr 29 2026 6:52 PM
معین مالی و اداری وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او د ټکنالوجۍ اړوند موضوعاتو په تړاو د روسیې هېواد د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د حکومتي اړیکو او ستراتیژۍ مرستیال رییس ښاغلي میرون مارشانیا سره لیدنه وکړه.

په دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د پازیټیف شرکت استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې اوس مهال افغانستان خوندي او امنیت یې ډاډمن دی او د پانګونې لپاره ښه فرصتونه موجود دي او په وینا یې د متقابل احترام او ګټو د خوندیتوب په اساس هڅه کوي افغانستان کې د ټکنالوژۍ د ودې او پرمختګ لپاره له شته فرصتونو ګټه واخیستل شي او هغه تخنیکي وړتیاوې چې دوی یې لري افغانانو ته یې هم انتقال کړي.

ورته مهال د روسیې هېواد د پازیټیف ټکنالوژي شرکت مسؤل هم ډاډ څرګند کړ چې دوی چمتو دي څو د سیسټمونو د امنیت د خوندي ساتلو او هغه موضوعاتو په برخه کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت یې د خپلو هېوادوالو او یا هم د حکومت په کچه د سایبري خوندیتوب په برخه کې اړتیا ویني همکاري وکړي او همداراز د ظرفیت لوړونې په برخه کې هغه تجارب چې دوی ترلاسه کړي له افغان انجنیرانو سره یې شریک کړي.

د یادونې وړ ده پازیټیف ټکنالوژي روسي شرکت په ګڼو هېوادونو کې د سایبري امنیت په برخه کې فعالیت کوي.