زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د اټوما مخابراتي شرکت ۲ سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

naweed_admin
Wed, Apr 29 2026 6:14 PM
مخابرات ولایت زابل

‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښونه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اټوما مخابراتي شرکت په ګډوهڅو د زابل ولایت مرکز قلات ښار اړوند د میزانې او ارغنداب سړک پر مسیر، او همدارنګه د خرواریانو د کلي او شاوخوا سیموکې د اتوما مخابراتي شرکت له لوري دوه مخابراتي سایټونه نصب او په فعالیت یې پیل وکړ.

‏دغه سایټونه د زابل ولایت د محرومو سیمو د پوښښ په موخه فعاله شوي چې پر اساس یې د زابل ولایت د مرکز په شمول شاوخوا سیمې له انټرنټي او مکالماتي آسانیتاو برخمنې شوي.