سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
Tue, Feb 10 2026 3:02 PM
ولایت سمنگان

د سمنګانو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې او افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سلام شبکې په ګډو هڅو د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په دهورده کلي کې د ۶ مخابراتي سایټونو انټرنیټي خدمتونو ظرفیت له ۲جي څخه ۳جي ته لوړ شول.

د یادو سایټونو د ظرفیت لوړیدو سره د سیمو د اوسېدونکو ډېری انټرنټي او مکالماتي ستونزې حل شي.