د افغانستان د انټرنېټ د تبادلې مرکز (نکسا) د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له ټولو شرایط پوره کوونکو داوطلبانو څخه بلنه ورکوي، تر څو د افغانستان د انټرنېټ د تبادلې مرکز (نکسا) د پروژې د داوطلبۍ پروسې کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه د شرطنامې له شرایطو او د تدارکاتو له قانون او لایحې سره سم ترتیب کړي، او په سرپټ ډول یې د ۱۴۰۴/۶/۳۰ نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د مخابراتو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴ مه پوړ، د محمد جان خان واټ، د کابل ښار په دویمه ناحیه کې موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسیدلي آفرونه او هغه چې د ایمیل له لارې رالیږل شوي وي، نه منل کېږي.
داوطلبان کولای شي شرطنامه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له ویب‌سایټ (www.mcit.gov.af) یا د ملي تدارکاتو ریاست له الکترونیکي آدرس (https://tenders.ageops.af) څخه ترلاسه کړي.

که چیرې له یادو شویو سایټونو څخه شرطنامه ډاونلوډ نه شي، داوطلبان کولای شي د شرطنامې سافټ کاپي د فلش له لارې، د مخابراتو وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ له ۱۴ مې پوړ، د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي، چې په پل باغ عمومي، کابل کې موقعیت لري.

داوطلبان مکلف دي چې د آفر تضمین د بانکي تضمین په ډول، د نهه سوه او لس زره (۹۱۰۰۰۰) افغانیو په اندازه، د شرطنامې د مندرجاتو مطابق، د آفرگشایي غونډې پر مهال وړاندې کړي والسلام.

سندونه:

د افغانستان د انټرنېټ د تبادلې مرکز (نکسا) د داوطلبۍ لینک

 

الحاج مولوی حمدالله نعمانی

د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزیر

More tenders

Mon, Nov 03 2025 2:42 PM
Background image

Procurement Google Workspace (Cloud Email Services)

 

 

 

                      

Invitation For Bids (IFB)

ICB

Procurement Entities

Afghan Telecom Corporation . . .

Tue, Nov 19 2024 10:57 AM Attention: Bid Opening Facilitation Secretariat Department of National Procurement Directorate
Background image

Procurement of ISP Backbone Equipment (Amendment No.1)

National Procurement Directorate (NPD) of General Directorate...

Sat, Jun 29 2024 3:33 PM
Background image

NOTICE OF CONTRACT AWARD DECISION

In accordance with the paragraph (2) of Article...

Back to tenders