د خوست ولايت په دوه منده ولسوالۍ کې د دوه مخابراتي سایټونه د جوړولو سروې ترسره شوه

naweed_admin
Tue, Jul 15 2025 3:40 PM

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د خوست ولايت دومنده ولسوالۍ اړوند سید خیل  سیمه کې د افغان بیسیم  او اټوما مخابراتي شرکتونو دوه سایټونه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت محترم مقام د ځانګړي هدایت پر اساس منظور شوي و د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري یې سروې ترسره شوه او د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.

د یادونې وړ ده د یادو مخابراتي سایټونو په جوړیدو سره به د خوست ولایت دومنده ولسوالۍ د اوسېدونکو مکالماتي او انټرنټي ستونزې حل شي.