ننګرهار ولایت کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Tue, Jul 08 2025 10:51 AM
ولایت ننگرهار افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د ننګرهار ولایت د یوشمیر مخابراتي شبکو استازولیو لپاره د مخابراتي شرکتونو له لوري د نویو لېږل شویو سیمکارټونو د پلورلو لړۍ څخه د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري څارنه ترسره شوه .

د دغې څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر اوسمهاله په یاد ولایت کې د نویو سیمکارټونو خرڅلاو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د کړنلارې مطابق تر سره کیږي او همدا رنګه د ولایتي ریاست له لوري مخابراتي شبکو ته په دې برخه کې پیرودونکو لپاره د آسانتیاو د برابرولو سپارښتنې وشوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نظارتي ټیمونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو له خدمتونو څخه وخت په وخت څار ترسره کوي او د غیر قانوني کړنو په صورت کې یې مخنیوی کوي.