پکتیا ولایت کې د یوشمیر مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Mon, Jul 07 2025 12:45 PM
ولایت پکتیا افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د پکتیا ولایت دیوشمیر مخابراتي شبکو استازولیو لپاره د مخابراتي شرکتونو له لوري د نویو لېږل شویو سیمکارټونو د پلورلو لړۍ څخه د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري ارزونه ترسره شوه .

د ارزونې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر دې مهاله د پکتیا ولایت د پیرودونکواستازولیو لپاره د مخابراتي شکبو له لوري استول شوي سیمکارټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د کړنلارې سره مطابقت لري.

دیادونی وړده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ څخه څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.