د ننګرهار ولایت مرکز، جلال آباد ښار کې د روشن مخابراتي شرکت د پیرودونکو خدمتونو ۳ څانګې پرانیستل شوې

naweed_admin
Thu, May 08 2025 4:30 PM
ولایت ننگرهار

د روشن مخابراتي شرکت د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاو د برابرولو په موخه د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار په اکمالاتي بیز څلور لاري، کرنې ریاست ترڅنګ په ګولډن پلازا او عامې روغتیا څلور لاري سیمو کې خپله د پیرودونکو خدمتونو ۳ نوې څانګې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستلې.

د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار اوسیدونکي کولای شي د دې څانګو په پرانیستو سره سیمکارتونه او نور مخابراتي توکي ترلاسه او خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې په آسانۍ سره حل کړي.

دیادولو وړده چې د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار اوسېدونکو د دې څانګو په پرانستو سره د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه.