د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالي کې د مخابراتي شرکتونو له مخابراتي فعالیتونو څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت په اساس د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ اړوند (زرغون ښار، آب بازک، پل کندهارو، احمدزو کلا او د مس عینک شاوخوا) سیمو کې چې مخابراتي ستونزې یې درلودې د ولسونو له غوښتنې سره سم، اړونده ولایتي ریاست ته دنده سپارل شوې وه چې یادو سیمو کې مخابراتي خدمات وه ارزوي او وروستي راپور یې د وزارت له مقام سره شریک کړي .
د هدایت په اساس ولایتي ریاست او نظارتي ټیمونو یادې ساحې له نیږدې ارزولي او د مخابراتي ستونزو په تړاو یې د سیمې له اوسېدونکو سره هم خبرې کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او محرومو سیمو ته د مکالماتي او انټرنټي چوپړ د رسولو په موخه د ټي ډي اېف لسمې پروژې ګڼ شمېر مخابراتي ټاورونه ځانګړي کړي چې اوس مهال د هېواد په ټولو برخو کې یې عملاً چارې روانې دي.