د هرات ولایت په بیلابیلو سیمو کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت نوي سایټونه فعال شول

naweed_admin
Mon, Apr 28 2025 4:50 PM
ولایت هرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت له مخې او د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اتصالاتو مخابراتي شبکې د ګډو هڅو په ترڅ کې، د اتصالات مخابراتي شرکت ۲جي او ۳جي انټرنیټي سایټونه د هرات ولایت بیلا بیلو اړوندو سیمو کې جوړ او ګټې اخیستنی ته وسپارل شولږ

د یادو سایټونو فعالیدو سره به د هرات ولایت اوسیدونکي مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او په دې برخه کې خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې حل کړي.