بامیانو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
Tue, Apr 15 2025 11:59 AM
ولایت بامیان

په دې ناسته کې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د ښه کولو، د سیمکارټونو پلور او ثبت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د طرزالعمل مطابق، په خپل سري ډول د غږیزو او انټرنیټي بستو فعالولو مخنیوی، د وسایلو ثبت، د فریکونسۍ جواز لیکونو اخیستل، د ټاورونو د ثبت فورم اخیستل او د خلکو د مخابراتي ا نټرنیټي ستونزو حل کولو  په اړه بحث وشو.

د یادونې وړ ده چې بامیان ولایت کې موجوده انټرنیټي شرکتونو مسئولینو ډاډ څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلارې په اساس یې خپلې چارې تنظیم کړي او هڅه کوي ټول هغه قوانین چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري ورته ټاکل کېږي په بشپړ ډول پلي کړي.