د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د نوري فایبر پراختیا او سایبري امنیت نوي ګمارل شؤي رئیسان د وزارت کارکوونکو ته ور وپیژندل شؤل

naweed_admin
Tue, Mar 25 2025 2:11 PM
معرفی رئیسان وزارت

د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس، دوه وړ کسان هر یو محترم محمد بلال نژند چې د لیسانس تر کچې پورې په ځمکپوهنې او اقتصاد پوهنځیو کې د لوړو زده کړو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې ۱۱ کلنه کاري تجربه لري د نوري فایبر د پراختیا ریاست د رئیس په توګه او محترم خلیل الرحمن کبیرزوی چې د کمپیوټر ساینس په برخه کې د لیسانس تر کچې لوړې زده کړې او ۱۵ کلنه کاري تجربه لري د سایبري امنیت ریاست د رئیس په توګه په دندو ګمارل شوي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري رسماً د وزارت کارکوونکو ته ور و پیژندل شؤل.

‏په همدې موخه جوړې شؤې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د مبارکۍ ویلو تر څنګ یاد کسان د علمیت او استعداد له مخې وړ او مناسب وبلل او دوی ته یې په خپلو چارو کې د توفیق غوښتنه وکړه او همدا راز ټینګار یې وکړ چې ورسپارل شوې دندې باید په پوره اخلاص او صداقت سر ته ورسوي.

د ښاغلي وزیر صاحب په وینا چارې هغه وخت ګړندۍ پر مخ ځي کله چې اخلاص، صداقت او د مشرانو اطاعت موجود وي او مونږ ټول مکلف یو چې د خپلو دندو په سرته رسولو کې له اخلاص او صداقت ګټه واخلو او د مشرانو اطاعت وکړو.

‏ ورته مهال د نوري فایبر او د سایبري امنیت نويو ګمارل شويو رئیسانو د وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې دوي یې د یادو بستونو لپاره مناسب ګڼلي او اعتماد یې پرې کړی او ډاډ یې څرګند کړ چې ورسپارل شوي مسئولیتونه  به په پوره اخلاص او صداقت سر ته ورسوي.