ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ریپیټر د پنځو غیرقانوني دستګاو فعالیت ودرول شو

naweed_admin
Tue, Mar 11 2025 12:11 PM
ولایت ننگرهار

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې، په مخابراتي او انټرنټي چاپریال کې د غیرقانوني یعنې له جواز پرته کړنو د مخنیوي په موخه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ریپیټر په نوم د پنځو دستګاو چې په غیرقانوني ډول یې فعالیت ترسرکاوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د اټرا ادارې اوامنیتي ارګانونو سره په همغږۍ کشف او فعالیت یې ودرول شو. 

د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او امنیتي ارګانونود دغه کړنې ستاينه وکړه او د یاد ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له هڅو يې خوښي څرګنده کړه.