د زابل ولایت په مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د دریو نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شؤه

naweed_admin
Mon, Feb 24 2025 3:29 PM
ولایت زابل

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د نوموړي ولایت په مرکز قلات ښار، سیوري او شاجوی ولسوالیو کې د روشن مخابراتي شرکت د دریو نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه.

دیاولو وړده چې د یادو مخابراتي سایټونو د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي او په جوړیدو سره به یې د نوموړو سیمو د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنیټي ستونزې هوارې شي.