د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ جوړولو د سروې چارې تر سره شوې

naweed_admin
Mon, Nov 25 2024 3:42 PM
مخابرات ولایت لوگر

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د لوګر ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د خروار ولسوالۍ په یرګنه کلي کې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته د یوه نوي مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه.

مخابرات ولایت لوگر

د یاد مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې په جوړیدو سره به یې د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنیټي ستونزې هوارې شي.