دلوګر ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو او د غږیزو رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه
دلوګر ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ د غږیزو رسنیو له استازو سره په راډیويي ترانسمیترونو کې د فریکونسۍ د فلټرونو په نصب ، د راډیو ګانو د ټاورونو د ثبت او د جواز تمدید په موخه ناسته وکړه.
دغې ناسته کې ټولو غږیزو رسنیو ته سپارښتنه وشوه، څو تر څو په خپلو راډیویي ترا نسمیترونو کې د فریکونسۍ فلټرونه نصب ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم (آټرا) له ادارې سره خپل راډیویي ټاورونه ثبت او د فریکونسۍ دجواز د ترلاسه کولو په برخه کې باید خپل مسؤلیت ادا کړي.
په یاده ناسته کې د نوموړي ولایت اړوند سیمه ایزو راډیوګانو مسئولینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست څخه مننه وکړه، چې د راډیوګانو سره تل همکار پاتې شوي او ژمنه یې وکړه، چې دوی به د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ر یاست پورته ذکر شوي هدایات په بشپړ ه توګه عملي کوي.