د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
Sat, Oct 19 2024 11:24 AM
ولایت کندز

د چارو د لا ښه ترسره کولو په موخه د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسؤلينو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

دغې ناسته کې د تېرو غونډو د پرېکړو د پایلو ارزونې، د مخابراتی خدمتونو کیفیت لوړول او پراختیا، لېرې پرتو سیمو ته د خدمتونو رسولو او له ۲ جي څخه ۳جي ته د مخابراتي سایټونو لوړولو، د سیمکارتونو خرڅلاو، د کندز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د انستیتوت د وروستي سمیسټر له محصلینو سره د مخابراتي شرکتونو د همکاری، اترا ادارې د طرزالعمل او اصولو مراعاتولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

په دې غونډه کې سپارښتنه وشوه چې ټول مخابراتي شرکتونه دې د یادو ستونزو د حل لپاره عملي اقدام وکړي او د اصولو مطابق خپل خدمات وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د ټولو مخابراتي شرکتونو استازو د مخابراتو ریاست او اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او طرزالعمل سره سم ترسره کوي.