د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د تخنیکي او مسلکي انستیتوت آمریت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

naweed_admin
Wed, Oct 16 2024 3:02 PM
مخابرات ولایت بامیان

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او په دغه ولایت کې د تخنیکي او مسلکي انسټیتوټ آمریت تر منځ د علمي او عملي چارو، د ادارو ترمنځ د همکارۍ کلتور ته د ودې ورکولو، محصلینو ته د ساینسي او تخصصي تجربو لیږدولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست یاد هوکړه لیک د محصلینو د وړتیاوو لوړولو لپاره ګټور وباله او د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي انسټیتوټ آمریت سره یې د خپلې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.