د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د یو نوي سایټ د جوړیدو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Tue, Aug 27 2024 3:58 PM
ولایت هلمند

د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د نوموړي ولایت د ناوې ولسوالۍ په باغران سمیه کې د یونوي سایټ چې د مخابراتو او معلوماي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې جوړیږي له ساختماني چاروڅخه څارنه ترسره کړه.

د دغه څارنې په ترڅ کې  قراردادي شرکت  ته سپارښتنه وشوه چې د قرارداد مطابق چارې ترسره کړي.