د زابل ولایت په یوشمیر ولسوالیوکې د ټی ډي اف لسمی پروژې له لاری د سلام مخابراتي شبکې د نویو سایټونو د جوړیدو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Sat, Aug 24 2024 10:19 AM
ولایت زابل

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د زابل ولایت په مرکز، میزانی، ارغنداب، سیوری  ولسوالیو اوهمدارنګه د کابل کندهار د عمومي لارې په اوږدوکې د سلام مخابراتي شبکې د نویو مخابراتي سایټونو جوړولو د چارو له بهیر څخه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته جوړیږي، څارنه تر سره شوه.

د څارنې په ترڅ کې ټولو قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وشوه چې د قرارداد مطابق چارې ترسره کړي.