پروان ولایت کې د بیلابیلو مخابراتي شرکتونو د خدمتونو پراختیا

naweed_admin
Wed, Jul 03 2024 12:59 PM
ولایت پروان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې او د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۶مخابراتي سایټونو په فعالیت پیل کړی چې د مرکز او شاوخوا ولسوالیو اوسېدونکو لپاره انټرنټي او مکالماتي اسانتیاوې برابروي.

د پروان ولایت د بګرام په دوسړکې او د یاد ولایت په هوفیان شریف او غوربند ولسوالیو کې د اتصالات او سلام مخابراتي شرکتونو له لوري ۳ مخابراتي سایټونه نصب او په فعالیت یې پیل کړی او همدا راز د سیاه ګرد ولسوالۍ ملي خیلو کلي، د پروان ولایت مرکز اړوند دادو کلي او شینوارو ولسوالۍ کې ۳ مخابراتي سایټونه چې له ۸ کلونو راهیسې غیر فعال و بیارغول شوي او په فعالیت یې پیل کړی.

د یادونې وړ ده د پروان ولایت هغه سیمې چې تر دې مهاله د مخابراتي اسانتیاو څخه محرومې او بې برخې پاتې شوي مخابراتي سایټونه ورته په پام کې نیول شوي چې د ټي ډي ایف د لسمې پروژې په درېیم لاټ کې به یې د جوړولو چارې پیل شي.