د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د کندز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره وکتل

naweed_admin
Tue, Jul 02 2024 11:42 AM
ریاست مخابرات ولایت کندز

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د یاد ولایت د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره لیدنه وکړه او د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخو کې یې د زده کړې د کیفیت  پر ښه کولو خبرې وکړې.

دې کتنه کې د کندز ولایت د پوهنتون محترمو استادانو د معلوماتي ټکنالوجۍ د زدکړې د عملي کار په بیلابیلو برخو کې خپلې ستونزې د مخابراتو ریاست له رهبرۍ سره شریکې کړې او له دې ریاست څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

همداراز د کندز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د پوهنتون استادانو ته ښه راغلاست ووایه او د معلوماتي ټکنالوجۍ د زدکړې په برخو کې یې دوی ته د همکارۍ ژمنه ورکړه.