زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شرکت 3G سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
Wed, May 29 2024 12:42 PM
آنتن مخابراتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، آترا ادارې آمریت او سلام مخابراتي شرکت په ګډو هڅو یو نوی سایټ چې  په 3G وسایلو سمبال دی، په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه سایټ په فعالیدو سره به د یادې ولسوالۍ مخابراتي او انټرنیټي ستونزې حل شي.

دیادونې وړده چې نوموړی شرکت پلان لري چې نیږدې راتلونکي کې به دوه نور سایټونه هم شاجوی ولسوالۍ کې فعال کړي.