د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ چوکيو چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ اعلان
Publish Date
Closing Date
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ چوکيو چمتو کولو پروژې کې برخه واخلي او خپل وړانديزونه د قرارداد له شرايطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، په تړلي ډول د سهار تر لسو بجو پورې د ۱۵/۳/۱۴۰۳ نیټې څخه د کابل ښار د دوهمې ناحیې اړوند د مخابراتو وزارت د ۱۸ پوړیزې وداني په ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو د رئیس دفتر ته وسپاري. بې وخته او د بریښنالیک له لارې وړاندیزونه نشي منل کیدی.
نوماندان کولی شي د داوطلبۍ فورمه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ویب پاڼې www.mcit.gov.af او د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان باید د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه د نه شپیټه زرو (۶۹۰۰۰) افغانیو په اندازه وړاندې کړي لکه څنګه چې د وړاندیز په ناسته کې په قرارداد کې مشخص شوي.
د داوطلبۍ پرانیست غونډه د ۱۵/۳/۱۴۰۳ نیټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو ریاست په تالار کې جوړیږي.
سندونه:
د شرط پاڼي لینک
په درنښت
الحاج مولوی نجیب الله حیات حقانی
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت سرپرست