د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ په صوفي زمان کلي کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت 4G انټرنیټي خدمتونه فعال شول

naweed_admin
Wed, Feb 14 2024 3:14 PM
ولایت کندز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس او د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ په صوفي زمان کلي کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت 4G مخابراتي او انټرنټي خدمتونه فعال شول.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د 4G خدمتونو په فعالیدو سره د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او

د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او افغان بیسیم مخابراتي شبکې له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.