د بامیان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
Thu, Feb 01 2024 1:18 PM
ولایت بامیان

د بامیان ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست رهبري د آترا ادارې او  مخابراتي شرکتونو د مسؤلينو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل.

په دې غونډې کې په دغه ولايت کې د مخابراتي او انټرنيټي خدمتونو د وړاندې کولو د کیفیت د لا ښه والي په موخه د مخابراتو ریاست او ټولو مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ په اړتیا خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د مخابراتي سیمکارتونو د ثبت او وېش د نوې کړنلارې او په دې ولایت کې په مخابراتي خدمتونو کې شته د ستونزو په اړه معلومات ورکړل شول او ټینګار وشو چې  ټول مخابراتي شرکتونه باید دا کړنلاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د آترا ادارې ولایتي څانګې  په همغږۍ ترسره شي.

همدا راز پريکړه وشوه چې د مخابراتي او انټرنټي ستونزو په اړه ټول شکايتونه دې د ولایت د مخابراتو رياست او آترا ادارې له لارې مخابراتي شرکتونو سره شريک او په جدي توګه دې تعقيب شي.

د یادونې وړ ده چې د ټولو مخابراتي شرکتونو استازو د سیمکارتونو د ثبت او ویش په برخه کې د آترا ادارې د کړنلارې د پوره تطبیق ژمنه وکړه.