د خوست ولایت دوه منده او سپېرې ولسوالیو کې مخابراتي سایټونو جوړولو په موخه سروې تر سره شوه

naweed_admin
Mon, Jan 29 2024 2:38 PM
ولایت خوست

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مسلکي ټیم له لوري د  یاد ولایت د دوه منده او سپېرې ولسوالیو په ګڼ میشتو او غرنیو سیمو  کې د مخابراتي او انټرنيټي خدمتونو د نیمګړتیاوو د لرې کولو او غوره چوپړتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتي او انټرنټي سایټونو جوړولو سروې وشوه.

د یاونې وړ ده چې ډېر ژر به په یادو سیمو کې د نویو سایټونو د جوړولو چارې پیل او د دغو سیمو محترمو اوسیدونکو مخابراتي مشکلات حل شي.