د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۵ مسلکي بستونو آزموینه واخیسته

naweed_admin
Thu, Jan 25 2024 12:56 PM
استخدام

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اعلان شویو ۱۴ بستونو له جملې څخه د پنځو مسلکي بستونو لپاره د تحریري آزموینې پروسه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د استخدام کمیټې له لوري تر سره شوه.

په دې پروسه کې له ۹۴ تنو ګډونوالو څخه آزموینه واخیستل شؤه چې وړ او په شرایطو برابر کسان به ترې جذب شي.

دیادونې وړده چې د نورو پاتې بستونو آزموینه به په راتلونکي میاشتې کې واخیستل شي.